په ننګرهار کې د څلورو کلبونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند باسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د څلورو کلبونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې عمرزي کلب خپلې سیالې شېرزاد کلب لوبډلې ته د ۲۰-۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
