ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مارکو ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مارکو ایلیون سټارز لوبډلې د دوو ویکټو په زیان د خپلې سیالې ساقي سالار لوبډلې ۱۰۶ منډې هدف ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
