نیوکاسل 1-1 یونایټډ ؛ یونایټډ نیوکاسل سره لوبه مساوي کړه
سه شنبه ۷ د مرغومی
سمیر هیبت
منچسټر یونایټډ د خپل هسپانوي ګول کیپر د ځلیدو په شپه د نیوکاسل سره لوبه 1-1 مساوي کړه.
منچسټر یونایټیډ په پریمیر لیګ کې د پرله پسې دریو لوبو ګټلو وروسته نن شپه د نولسمې اونۍ په وروستۍ لوبه کې د نیوکاسل پروړاندې لوبه وکړه. لوبه سینټ جیمز پارک په لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې الن سنټ ماکسیمین د نیوکاسل او کاواني د یونایټیډ لپاره ګولونه وکړل.