کرونا د بارسلونا لوبډلې ته هم ورسیده
تمیم هیبت
سه شنبه،مرغومی ٧مه ،١٤٠٠
د بارسلونا مدافعان کلیمینټ لینګلي او ډني الویز په کورونا ویروس اخته شوي دي.
د بارسلونا منځینی مدافع کلیمینټ لینګلي او برازیلي مدافع دني الویز د کورونا معاینه مثبته شوې.
دوی دواړه باید اوس د قرنطین موده تیره کړی تر هغه چې دوی په بشپړ ډول روغ شوي نه وي د بارسا له ټیم څخه به بهر وي.