د کریکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه
د کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړۍوال جام سالیو خپله درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د پنځه ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
په دغه سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوري د ۱۶۱ منډو ورکړل شوی هدف په ۱۹،۲ اورونو کې پوره شو.
افغان ملي لوبډله به خپله څلورمه لوبه د سلواغې پر ۳۰مه له کاناډا سره وکړي.
دغه سیالۍ د شل هېوادونو په ګډون د هند او زمبابوې په کوربهتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او د مارچ تر ۸مې نیټې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له نیوزیلند، سویلي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي.
