لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې ۴۵ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د پړوايي چهلګزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پړوايي چهلګزي لوبډلې له خپل ۱۴۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۳ منډو په توپیر یې خپلې سیالې الکوزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
