کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته ورسېده.

یاد روزنیز کورس د فوټبال آسیایي کنفدراسیون مدرس او د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر له لوري ترسره شو، چې روزونکو ته پکې د فوټبال په ټولو برخو کې عملي او نظري زدکړه ورکړل شوه.

د یاد کورس د پای په مراسمو کې د فوټبال ملي فدراسیون اجرائیوي غړي عبدالحق فیضي د روزنې په برخه کې د ښاغلي کارګر هڅې وستایلې او د روزنې درېیمه درجه یې د فوټبال د روزنیزې برخې لومړی ګام وباله او تمه یې وښوده چې دا ډول روزنیز پروګرامونه دوام ومومي.

ښاغلي فیضي همداراز له تازه فارغو شویو روزونکو څخه وغوښتل چې ور سپارل شوی امانت په سمه توګه وساتي او د افغان ورزشکارانو په روزنه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کورس په دوو دورو کې ترسره شو، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې ټولو فارغو شویو روزونکو ته د AFC درېیمه درجه روزنیز سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۵
Background image

کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناړۍ ولسوالۍ په پاشنگر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS