غزني کې د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو پای
نعيم پرهېز
شنبه، مرغومی ۱۱، ۱۴۰۰
غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیک نهم پړاو سیالۍ چې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د آزادي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دې غوره لیګ پای لوبه کې آزادۍ لوبډلې پامیر ته په ماتې ورکولو سره په ۴۷ امتیازونو ګټلو لومړی او پامیر لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په ګټلو سره د یاد غوره لیګ درجه بندۍ کې دوهم مقام وګاټه.
د پای لوبې په مراسمو کې محمد رحيم غزنوي د دې سیالیو غوره لوبغاړی، رفیع الله غزنوي غوره ګول وهونکی او ناصر احمد احمدي د غوره اخلاقو لوبغاړی ونومول شو.
هېره دې نه وي چې د دې سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د غزني ولایت ورزشي آمر هم ګډون کړی و.
