ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۳۰
ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سیالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر جغتو ولسوالۍ سربيره د غزني قره باغ او غزني لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې غزني قره باغ لوبډلې لومړی مقام خپل کړ.

يادو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام گټونکې لوبډلې ته يو عراده موټرسایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۶
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېر خواشینۍ سره بیانوو، چې د هوایي ورزشونو د فدراسیون رئیس نوید پوپل نن په بامیان ولایت کې د تمریناتو پر مهال را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۰
Background image

میدان چمتو دی!

د افغانستان پهلواني غوره لیګ لومړی پړاو سیالۍ به نن همدلته پیل شي.

🕕 پرانیستغونډه: نن مازدیګر ۶:۰۰ بجې.

تاسو کولی شئ، چې دغه په زړه پورې او له شور ډکې سیالۍ له نږدې او هم د آریانا. . .

BACK TO NEWS