نورستان؛ کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې چمن لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې اسپيت لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۹ منډې جوړې کړې او لوبه د شپږو منډو په توپیر چمن لوبډلې وګټله.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ورزش ته وده ورکول دي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
