له۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۱۸
له۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روانه شوه.

د خدای پامانۍ مراسمو کې دغې لوبډلې د ورزش ادارې رهبري سره ولیدل، په دغه لیدنه کې د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق لوبغاړو ته په سیالیو کې په پوره کوشش او ژمنتیا د لوبېدو سپارښتنه او په پای کې په دغو سیالیو کې د کامیابۍ دعا وکړه تر څو له لاسته راوړنو ډک لاس هېواد ته راستانه شي.

یادې سیالۍ د پنځه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۵مه پیلېږي او تر ۱۴مې به دوام وکړی، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه کې راتلونکې دوشبه( د اپرېل ۶مه) د قرغزستان پر وړاندې سیالۍ ډګر ته ښکته شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۵
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS