کابل؛ د قوت الرمي ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي ښوونيز او روزنيز سيمينار پیل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۸:۲
کابل؛ د قوت الرمي ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي ښوونيز او روزنيز سيمينار پیل شو

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د ۱۰ کلبونو څخه ۶۰ ورزشکارانو ته د قوت الرمي شپږم پړاو ښوونيز او روزنيز سمينار د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شو.

په دې سمينار کې به د قوت الرمي د تورې لرونکي رتبې ورزشکارانو ته د استاد علي زاده له لوري د قوت الرمي قوانين او مقررات په نظري او عملي ډول تدريس شي.

د ويلو ده، چې ياد سمينار د قوت الرمي راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو د ښه چمتووالي او د قوت الرمي له قوانينو او مقرراتو سره د بلدتیا په موخه د دې فدراسيون د رييس علي شاه محمدي او نورو ورزشي مسوولینو په شتون کې پيل شو، چې يوه ورځ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS