خبرتیا!
د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري
د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو د ملی لوبډلو د عصریې وېش د یکشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ٢٣مه نېټه د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست کې ترسره کېږي.
د یادو ولایتونو د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د یکشنبې په ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ٢٣مه نېټه د سهار په ۹:٠٠ بجو د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره دی.
درنښت
د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون
