زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.
دا سیالي، چې په ۱۸ کيلو متري واټن کې ترسره شوه، په پايله کې يې روزي محمد لومړی، سمیع الله دويم او عبیدالله بيا درېيم مقام خپل کړ.
