لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۴
لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ اړوند برکوټ لوبغالي کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د الگوزي او همت خصوصي ښوونځي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه الگوزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف کېښود، په ځواب کې همت خصوصي ښوونځي لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۵ منډو په توپير وبايلله.

دا سیالۍ د سالمې تفريح برابرولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۴۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د جوجتسو افغان ورزشکار په نړۍ والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د جوجتسو نړۍ‌والو سیالیو کې افغان ورزشکار مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرام وزن او فول کانتکت سبک کې لومړۍ سیالي د حریف نه حاضریدو له کبله وګټله او دویمه سیالي یې د قزاقي سیال پر وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS