بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۲:۴۱
بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې بهرام خپل سیال حسین ته د ۷/۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د بغلان سنوکر منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې ټاکل و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۳۷
Background image

بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشنده ولسوالۍ کې د اختريز جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

ویکتور بریزوف په نړیوال ورزشي فورم کې د ګډون له امله د هیواد د ورزش ادارې له رهبري څخه مننه وکړه

د روسیې د المپیک کمېټې سکرتر جنرال "ویکتور بریزوف" د نوموړي هیواد په کوربتوب په جوړ شوي ورزشي فورم کې د ګډون له امله د هیواد د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق څخه ځانګړې. . .

BACK TO NEWS