د کاڼو فدراسیون تاریخ

ناپیژنده (not verified)
د کاڼو فدراسیون تاریخ

دا فدراسیون په افغانستان کې د کاڼو لوبغاړو لپاره یو همغږي مرکز په څیر دی

دا فدراسیون په لومړي ځل په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د یوې انجمن په توګه تاسیس شو او په ۱۳۹۰ کال کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په چوکاټ کې د فدراسیون په توګه ثبت شو.

په کال ۱۳۹۷ کې بکتاش نصرت د ټاکنو په پایله کې د مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د کاڼو فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.

د کاڼو فدراسیون په څلورو ولایتونو کابل، هرات، مزار او ننګرهار کې فعالیت کوي او د پهلواني ، تکواندو، ځغاستې، سوک وهنې، فوټبال، فوټسال او بډمنټن په برخو کې فعالیت لري.

دغه فدراسیون په مرکز او ولایتونو کې ۳۵۰ ورزشکاران لري، چې ۳۰ یې د ملي لوبډلې غړي دي.