بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاود ولایت مرکز کزارشریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پیل شوې وې؛ پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ١٣ تنه د ځواناو او ١٣ تنه د لویانو ورزشکارانو له عمري کټګوریو څخه د بلخ ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
