مسکو؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د محصلانو د فوټبال له پایلوبې څخه لیدنه وکړه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د خپل سفر په جریان کې په مسکو کې د مېشت افغان محصلانو د فوټبال ټورنمنټ له پایلوبې څخه لیدنه وکړه، یاد ټورنمنټ د نجیب تلاش خیریه بنسټ له لوري د " اتحاد او یووالي " په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و.
په دې لیدنه کې، چې د نجیب تلاش خیریه بنست مسؤلینو او یو شمېر روسیه مېشتو افغان شخصیتونو هم شتون درلود، د ورزش ادارې عمومي رئیس خوښي وښوده، چې له افغان محصلانو سره ګوري او په ورزشي برنامه کې یې ګډون کوي. ښاغلي وثیق د افغانستان د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو یادونه وکړه او هالته یې له مېشتو افغانانو څخه غوښتنه وکړه، چې په اتحاد او اتفاق سره خپلې چارې مخته یوسي او د افغانستان لپاره زیار وباسي.
د یادونې وړ ده، چې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د روسیې هیواد د ورزشي مسؤلینو په رسمي بلنه د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی او تمعه ده، چې د جون له ۱ تر دویمې نېټې به په یاده ناسته کې ګډون وکړي.
