ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په چک ولسوالۍ کې د ميدان وردګو ولايت په کچه د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ د شاهد بدلون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پايلوبې ليدو ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د لوګر ولايت امينه قومندان ملا فریدالله عمر، د دغه ولايت ورزشي امر زبيح الله وهاج، قومي مشرانو، ځوانانو او د واليبال ورزش زرګونو مينوالو ګډون کړی و.
د دغو سياليو پايلوبه د شاهد بدلون او چک ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې شاهد بدلون لوبډلې، خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲- ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ د اختر په دويمه ورځ پيل شوې وې او نن پای ته ورسېدې، چې په کې لومړي، دويم او درېيم مقام ته نقدي ډالۍ او د اتلولۍ کپونه ورکړل شول.
