پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چامړي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چامړي لوبډلې له خپل ۱۰۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د اتو منډو په توپیر یې خپلې سیالې قانوني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ۱۷ ورځې یې دوام وکړ.
