د کابل والیبال جام دیارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۹
د کابل والیبال جام دیارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ، د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲٫۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د نهو لوبډلو ترمنځ د کابل واليبال جام ديارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پرانیستلو په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د ورزش ادارې یو شمېر مسؤلینو او د والیبال ملي فدراسیون استازو گډون کړی وو.

د يادو سياليو د پرانيستې پر مهال د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق وویل: دا ډول ورزشي پروگرامونه د سیالیو ترڅنگ د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړولو، د نويو استعدادونو د موندلو او د لوبغاړو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره ځانگړی ارزښت لري.

ورته مهال د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان د ورزش ادارې له رهبرۍ څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او پر لوبډلو یې د سیالیو د اصولو او ورزشي اخلاقو د رعایت ترڅنگ، له لوبڅارانو يې وغوښتل، چې د لوبو په جريان کې بې طرفه قضاوت او عادلانه پرېکړې وکړي.

د سیالیو په پيليزه لوبه کې سرې میاشت کلب لوبډلې خپلې سيالې ستورو کلب لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.

ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۷:۱
Background image

د جوجتسو درې کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري

د جوجتسو درې کسیزه ملي لوبډله، چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دی، د جوجتسو په نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون لري.

له دغو سالیو څخه محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلو ګرام وزن کې دوه سیالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۸
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر وزیرستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS