د هېواد ورزش ادارې رهبري هېواد ته د راستون شوي ورزشکار " ريل کمانډو" سره وليدل

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۵
د هېواد ورزش ادارې رهبري هېواد ته د راستون شوي ورزشکار " ريل کمانډو" سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبري غړو، هېواد ته د تازه راستون شوي د ورزش مشهورې او پیژندل شوې څیرې ريل کمانډو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.

په دغه ليدنه کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، په ریل کمانډو مشهور د رزمي ورزشونو ورزشکار حليم الله صافي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېواد ته په راتګ خوښي وښوده.

دغه راز ډاډ يې ورکړ، چې د هېواد ورزش اداره به ستاسو ترشاه ولاړه وي او ستاسو ملاتړ به کوي.

همدارنګه د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور خان هوتک د نوموړي په راتګ خوښې وښوده او زياته يې کړه، چې کمانډو اوس کولی شي خپلو هېوادوالو او ځوانانو ته خدمت وکړي او له نوموړي څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې تجربې له ورزشکارانو او ځوانانو سره شريکې کړي.

په ورته وخت کې حليم الله صافي( ريل کمانډو)، د هېواد د ورزش ادارې د رهبرۍ له هرکلي او ليدنې مننه وکړه او د ورزش په برخه کې يې د يادې ادارې د کړو خدمتونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې زما اراده دا ده، چې، خپلو ټولو ورزشکارانو ته به ښه خدمت کوم او خپل ورزشکاران به نړیوالو سياليو ته چمتو کوم.

د ويلو ده، چې حليم الله صافی، چې په ریل کمانډو مشهور دی، څو لسيزې يې په پاکستان کې په مهاجرت کې تيرې کړي او تازه هېواد ته راستون شوی دی، چې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې غوره مهارتونه لري او ګڼ شمېر ورزشکاران او ځوانان يې روزلي دي او په ټولنيزو رسنيو کې زيات شمېر مينوال لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۷:۱
Background image

د جوجتسو درې کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري

د جوجتسو درې کسیزه ملي لوبډله، چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دی، د جوجتسو په نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون لري.

له دغو سالیو څخه محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلو ګرام وزن کې دوه سیالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۸
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر وزیرستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS