کاپیسا کې د اوو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ وشوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز محمود راقي کې د هېواد اوو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۵۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه یې خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کیک بوکسینګ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
