کابل؛ د ووشو اووه کسيزه لوبډله د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۹
کابل؛ د ووشو اووه کسيزه لوبډله د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون اووه کسيزه لوبډله د چین په کوربتوب د ووشو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه د ورزش ادارې له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ سره تر خدای پاماني وروسته د هوبي ولايت انلو ښار ته ولاړه.

په دغه اووه کسيزه لوبډله کې د ووشو ملي فدراسيون مالي او اداري مرستيال ذبيح الله فاروقي يو پلاوي په ګډون شپږ ورزشکاران ګډون درلود.

دغه سيالۍ به د روان ميلادي کال د جون مياشتې له ۲۴ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پورې د ۵۲ کيلو ګرام څخه تر ۸۰ کيلو ګرام په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې افغان ورزشکاران به د يادې مياشتې په ۲۷ او ۲۸ نېټه سيالۍ وکړي.

د يادو سياليو موخه د شانګهای همکاريو سازمان ( SCO) غړو، د ووشو په برخه کې د فرهنګي تبادلې د ودې او د چين ووشوي سياليو ټولنې غړو هېوادونو کې د ووشو سياليو ته وده ورکول او دودول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۱۰
Background image

قرغیزستان؛ مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزش له وزیر سره ولیدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان د ورزش ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره ولیدل او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۶
Background image

د وزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ قبیله یي سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته روانه شوه

د وزلوبې ۱۲ کسیزه لوبډله، چې ۱۰ چاپندازان او یو روزونکی پکې شامل دی، د وزلوبې او نیزه وهنې ملي فدراسیون د رئیس حاجي سرور جلال په مشرۍ د ۲۰۲۶ قبیله یي نړۍ‌والو سیالیو ۶م پړاو کې د ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۵۲
Background image

پکتيا کې د WTF تکواندو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د WTF تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS