بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اریانا قادس لوبډلې خپلې سیالې جوانان لاغري لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
