افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا اسیایی سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل
د جنوبي اسیا شپاړسم پړاو د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.
له دغو مډالونو څخه نصیب الله عظیمي په سپورټ فزیک او میوند بابکر خېل په آزاد وزن کې د سرو زرو مډالونه؛ خواجه رفیع په اتلیتیک فزیک، احمد حبیبي په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې او ریاض الرحمن احسان په آزاد وزن کې د سپینو زرو مډالونه او بلال جلیلي د برونزو مډال په خپل نوم کړ.
دغو سیالیو کې د هېواد په استازولۍ ۱۸ کسیزه لوبډله ګډون لري.
یادې سیالۍ د اتو هېوادونو په ګډون د چنګاښ پر ۹مه پیل شوي او تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.
