ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جغتو سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جغتو سټارز لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې حاجي وفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
