په المپیک ملي کمېټه کې د بلابېلو فدراسیونو د رئیسانو ستاینغونډه وشوه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۹:۲۰
په المپیک ملي کمېټه کې د بلابېلو فدراسیونو د رئیسانو ستاینغونډه وشوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او المپیک کمېټې لخوا د بلابېلو فدراسیونونو د رئیسانو د وروستیو فعالیتونو او لاس ته راوړنو د ستاینې په موخه غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې د بدني روزنې او ورزش او المپیک کمېټې رییس نظرمحمد مطمئن د ټولو فدراسیونونو رییسانو، د رهبرۍ شورا، مشورتي بورډ، د ګڼو ادارو مسوولینو او ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د غونډې پیل د قران کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت او ختمانې سره وشو.

له هغه وروسته د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې رییس انجینر نظرمحمد مطمئن هر اړخیزه وینا وکړه.

ښاغلی مطمئن د فدراسیونونو د وروستي فعالیتونه او لاس ته راوړنې وستایلې او د فدراسیونونو رئیسان یې لا ډیر اغېزمن فعالیت، خپل منځي همغږۍ او یووالي ته وهڅول.

نوموړي د تکواندو فدراسیون د رییس نجیب الله سکندر په ازادېدو خوښي وښودله او د هغه په ګډون یې ټولو رییسانو او ورزشکارانو ته د سکندر د خوشې کېدو مبارکي وویله.

همدارنګه ښاغلي مطمئن د ښاغلي سکندر په ازادېدو کې د هېواد امنیتي ځواکونو مننه وکړه او د هغوی له هڅو یې خوښي وښودله.

د المپیک او بدني روزنې او ورزش رییس ښاغلي مطمئن د فدراسیونونو رییسانو ته زېری ورکړ چې د حکومت لخوا ورته کافي بودیجه ورکړل شوې ده. نوموړي د فدراسیونو له رییسانو غوښتنه وکړه چې یاده بودیجه پر ځای ولګوي او د ورزش په ډګر کې هېواد ته بریاوې راوړي.

د غونډې په پای کې د ګڼو فدراسیونو رییسانو، د ادارو مسوولینو او د بدني روزنې او المپیک امنیتي ځواکونو ته د هغوی د لاس ته راوړنو د ستاینې په پار ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS