د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په مشري یو څلور کسیز پلاوي زابل ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي آمریت، اداري کارکوونکو او ورزشکارانو سره ولیدل.
په دغه سفر کې له ښاغلي وثیق سره ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختری او د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر مل و، چې په زابل کې یې د فوټبال، والیبال او نیزه وهنې د لوبځایونو په جوړولو خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د زابل ولایت ورزشي مسؤولانو د ورزش ادارې رهبري ته خپلې غوښتنې وړاندې او د ورزش ادارې له رهبري یې وغوښتل، چې د زابل ولایت ورزش او ورزشکارانو ته ځانګړی پام وکړي.
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د هغوی غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د دغه ولایت ورزش او ورزشکارانو ته به ځانګړی پام وکړي.
ښاغلی وثیق زیاته کړه چې که د زابل ولایت مقام له لوري دوی ته ځمکه ځانګړې شي، نو ژر به پکې د فوټبال، نیزه وهنې او دغه راز د معیاري جمنازیوم د جوړلو چارې پیل کړي.
په ورته وخت کې د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر هم وویل چې که د لوبغالي لپاره ورته ځمکه ځانګړې شي نو ژر به پکې د فوټبال نړۍوالې ټولنې (فیفا) له لوري پکې د مصنوعی لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي.
