پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ساد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ٢٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
