خوست کې د ۱۶ کلونو کم عمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ شل اوریزو سیالیو پیل

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۱:۳۵
خوست کې د ۱۶ کلونو کم عمره لوبغاړو ترمنځ د کرکټ شل اوریزو سیالیو پیل

خوس ولایت کې د ۱۶ کلونو د کم عمره ځوانانو ترمنځ د کرکټ شل اورېزې سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې د کلني پلان مطابق په دغه ولایت کې، تر ۱۶ کلنو د کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.

په یادو سیالیو کې د خوست ولایت تر شپاړلس کلنو کم عمره شپږ لوبډلې ( خوست A, خوست B, خوست C, خوست D , خوست E او خوست F) شتون لري، چې نږدې سل لوبغاړي پکې مدغم شوي او پوره نهه ورځې به دوام وکړي.

له یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د کرکټ ودې او پراختیا ترڅنګ د ولایتي ۱۶ کلنې لوبډلې لپاره د وړ څهرو موندنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS