هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مس عینک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مس عینک لوبډلې له خپل ۱۵۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۷ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نصرت څاروان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
