غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د نینجا سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۸:۷
غزني؛ مقر ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د نینجا سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د نینجا سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۳ تنه د غزني ولایت د نینجا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د نینجا منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و، د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۳۷
Background image

غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۷
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه. . .

BACK TO NEWS