سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۵ تنه د کیک بوکسینګ منتخبې لوبډلې ته د وټاکل شول.
