اسپانیا د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې پایلوبې ته ووته
د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام سیالیو لومړي نیمه پایلوبه کې اسپانیا د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر فرانسې ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
دغه سیالۍ کې د اسپانیا لپاره میکل اویارزابال او پدرو پورو ګولونه ووهل.
د یادو سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې نن شپه ارجنټاین د انګلستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د ویلو ده، چې دغه سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب د ۴۸ هېوادونه په ګډون د جون پر ۱۱مه پیل شوي او د جولای تر ۱۹مې نیټې به دوام وکړي.