نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د هلمند سباوون لوبډلې خپلې سیالې نیمروز بکواه اتلانو لوبډلې ته د شپږو زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د جنوب لویدیځ زون په استازولۍ غوره لوبډله پېژندل و.
