د ورزش ادارې رهبري د هرات فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن پرانیسته وکړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۲:۳۳
د ورزش ادارې رهبري د هرات فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن پرانیسته وکړه

د ورزش ادارې رهبري او ورزشي مسولینو په ګډون د هرات د فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن پرانیسته وکړه.

دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کاګر؛ د هرات، کندهار او سرپل ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو رئیسانو او نورو ورزشي مسولینو ګډون درلود.

د یادو مراسمو په پیل کې د هرات فدراسیون رئیس شاه رسول احراري دغو مراسمو کې د ورزش ادارې رهبري له ګډون څخه مننه وکړه او د دوی دغه ګام یې په هېواد کې د فوټبال د ودې او ملاتړ لپاره ارزښتمند ګام یاد کړ؛ همدا رنګه نوموړي زیاته یې کړه، چې د ورزش ادارې د رهبري له خوا د ورزشي زیر بناوو جوړول او وده، له ځوانو استعدادونو ملاتړ او پالل به هېواد کې د فوټبال د روښانه راتلونکي سبب شي.

د ویلو ده، چې د هرات فوټبال میدان مصنوعي چمن د فوټبال ملي فدراسیون په همکارۍ د فوټبال نړۍ‌والې ادارې فیفا له لوري جوړ شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS