کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د پشد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د پشد اتلانو او ضياء العلم خصوصي ښوونځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ضياء العلم خصوصي ښوونځي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف کېښود، په ځواب کې پشد اتلانو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د نهو ویکټو په توپیر وگټله.
