غزني؛ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د فوټبال لوبغالي مصنوعي چمن پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د غزني ولایت د فوټبال لوبغالي مصنوعي چمن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادې پروژې موخه د ورزشي تاسیساتو پراخول، د فوټبال د امکاناتو معیاري کول او په غزني ولایت کې د ځوانو استعدادونو ته د ودې زمینه برابرول و.
د پرانیستغونډې په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د فیفا انکشافي کمېټې غړو، د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون مسوولینو، د غزني ورزشي امریت غړو او د سیمې مسوولینو او میلمنو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د ورزشي زېربناوو د پراخولي په اهمیت او لوبغاړو ته د امکاناتو په معیاري کولو ټینګار وشو او د هغه نهادونه او خلک وستایل شول، چې د دغې پروژې په بشپړولو کې ونډه اخیستي وه.
د غزني ولایت د فوټبال فدارسیون دغه ورزشي مصنوعي چمن لوبغالی د ورزش امکانانو په بنیاد د فوټبال لوبو او تمریناتو د تراسراوي او همدارنګه د ځوانو استعدادونو د ودې لپاره مهم ځای لري.
د یاد مصنوعي چمن د بیا ځلي پرانیستې په موخه یوه دوستانه سیالي هم وشوه، چې په پایله کې د غزني پامیر او خوست اریانا لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د مسوولینو په وینا د دغه ډول تاسیساتو زیاتوالی د لوبو د معیاري کولو، د ورزشي فعالیتونو زیاتېدو، ځوانانو استعدادونو ته د ودې او په ټوله کې د افغانستان د فوټبال د پراخېدو په برخه کې مرسته کوي.
د غزني ولایت د فوټبال مصنوعي دغه چمن پرانیستل د ورزشي زیربیناوو د زیاتوالي، د لوبغاړو لپاره د مناسبو امکاناتو د برابرېدو او د فوټبال د تل پاتې کېدو لپاره یو له مهمو ضروریتونو څخه و.
