بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۳۰ زرو ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر نسيم شاه سخي زاده له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو کې د ۳۰ زرو ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو.
ياد لوبغالي د ورزشي مسوولينو، مشرانو، علماوو، روزونکو او د ورزش مينوالو په شتون کې، ورزش او ورزشي استعدادونو ته د ودې ورکولو په موخه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
