پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سیالیو په‌ لومړۍ لوبه کې صلح لوبډلې خپلې سيالې استقلال خطابه لوبډلې ته د څلور- ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سیالۍ د ياد ولايت د ليگ سياليو لپاره د دوو غوره لوبډلو د ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار فیروزي ورزشي کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

کندز؛ په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ینګارق کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې. . .

BACK TO NEWS