د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۹:۱۵
د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام په نوم سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي کوربه ټایلنډ ته د ۱ - ۶ ګولونو په توپیر بایلوده.

دغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول محمد مرادي وواهه.

افغان ملي لوبډله خپله دویمه سیالي سبا( دوشنبه) د کابل پر مهال مازیګر ۶ بجې له ویتنام سره وکړي.

دغه سیالۍ د اګسټ پر لومړۍ پیل شوي او تر شپږمې به دوام وکړي، چې پر کوربه ټایلنډ او افغانستان سربیره د روسیې، ویتنام او نیوزلنډ فوټسال لوبډلې هم پکې ګډون لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۱۰
Background image

قرغیزستان؛ مولوي احمدالله وثیق د روسیې د ورزش له وزیر سره ولیدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قرغیزستان د ورزش ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره ولیدل او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۶
Background image

د وزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ قبیله یي سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته روانه شوه

د وزلوبې ۱۲ کسیزه لوبډله، چې ۱۰ چاپندازان او یو روزونکی پکې شامل دی، د وزلوبې او نیزه وهنې ملي فدراسیون د رئیس حاجي سرور جلال په مشرۍ د ۲۰۲۶ قبیله یي نړۍ‌والو سیالیو ۶م پړاو کې د ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۵۲
Background image

پکتيا کې د WTF تکواندو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د WTF تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS