هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د خپلواک او روحاني لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه خپلواک لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف کېښود، په ځواب کې روحاني لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او لوبه يې وبايلله.
دا سيالۍ د ځوانانو د سالمې بوختيا او هڅونې په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
