د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې د ITFتیکواندو لوبغاړو ته کمربندونه وتړل شول.
د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې د ITFتیکواندو لوبغاړو ته کمربندونه وتړل شول.
د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ کې د ITFتیکواندو لوبغاړو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کمربندونه وتړل شول.
دغه مراسم او سمینار چې د جلرېز ولسوالۍ دITF تیکواندو کلب کې د استاد عزیز الله"شارخی" لخوا بریالیو لوبغاړو ته برابر شوي وو، د میدان وردګو ولایت ورزشي مسؤلینو او ددې ولسوالۍ نظامی مسولینو او ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینه والو پکې برخه اخیستې وه.
همدارنګه د دې ولایت ورزشي آمريت له لوري د یاد کلپ استاد شارخي د هڅو ستاينه وشوه، چې ټولنې ته د ورزش له ډګره خدمت کوي.
همدارنګه ټولو بریالیو لوبغاړو ته یې د بریا د مبارکي تر څنګ د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
