هرات مرکز کې د کيوکوشين کای کان کراټې سيالۍ پای ته ورسېدې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په ورزشي جمنازيوم کې د هرات او فراه ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيوکوشين کای کان کراټې کانچو ماتسويي LKO سبک شلم پړاو سيالۍ او پنځه دیرشم پړاو فني سيمينار پای ته ورسېد.
په دغو سياليو کې ۶۰ تنو په زده کړیيز سيمينار او ۵۵ تنو په سياليو کې ګډون کړی وو، چې په پايله کې هرات لوبډلې د ۹۳ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او فراه لوبډلې د ۸۷ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
دغه سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ او موخه يې د ورزشکارانو او د کيوکوشين کای کان کراټې لوبڅارانو او روزونکو فني او تخصصي سطح لوړول و
