خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پرانیستل شو

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۰:۱۳
خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پرانیستل شو

تېره ورځ د خوست ولایت په اسمعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ورزش د پرمختګ او نېشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د فوټبال یو ټورنمنټ پیل شو.

په همدې موخه د یادې ولسوالۍ د شډل کلي په فوټبال لوبغالي کې مراسم نیول شوي وو، چې پکې د خوست ولایت د فوټبال مسوول احمد ولي ګلاب‌زوی، د سیمې مشرانو، ځوانانو او د ورزش مینه‌والو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې ده، چې په یادو سیالیو کې به له نادرشاه‌کوټ، اسمعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو څخه اووه لوبډلې برخه واخلي او یاد ټورنمنټ به نږدې یوه میاشت دوام وکړي.

په جوړو شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون مسوول احمد ولي ګلاب‌زوی وویل؛ موږ تل هڅه کوو، چې ورزش لرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوو او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته راوبولو.

د یادولو وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به خوست ولایت د بېلابېلو څانګو د لوبو کوربه‌توب په غاړه ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۴
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

کابل کې د څلورو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د WT تکواندو ازادې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له څلورو. . .

BACK TO NEWS