ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کلا زلمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کلا زلمي لوبډلې له خپل ۱۲۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې پامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځّوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
