کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲۱
کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له تجهيزاتو د پاورلفټينګ لسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ به د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۵۳ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به يې ۹۵ تنه د پاورلفټينګ ملي لوبډلې ته او ۱۴ تنه راتلونکو بهرنيو سياليو ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو ټاکنيزو سياليو د پيل په مراسمو کې د ورزش ادارې ورزشي مشاور او د پهلواني فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د دې ادارې مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ورزش فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د پاورلفټينګ فدراسيون رئيس نور احمد سخي زاده، د ورزش ادارې مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه ملي لوبډلې او بهرنيو سياليو ته غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۵
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي کې له مرکز او ولسواليو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيمه ييزې او دوديزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۱
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د فوټسال سيالۍ د اتحاد قرصيدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د جوانان مجتمع ورزشي جام په نوم د فوټسال سيالۍ د اتحاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۹
Background image

لغمان؛ عليشنگ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې ۳۰ ورځې يې دوام وکړ. . .

BACK TO NEWS