نورستان؛ وانټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وانټ ولسوالۍ کې د جماميش ښوونځي د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې څلورم ټولګي لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې ۸۴ منډې جوړې کړې په مقابل کې شپږم ټولګي لوبډلې ۷۴ منډې جوړې او لوبه د ۱۰ منډو په توپير څلورم ټولګي لوبډلې وګټله.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
